سپرلی






سـپـرلـــیــه زه بـه څـــنــګـــه خــوشــحـالـي کړم
د ژوندون مزه دی تللی کور او کلی به خالي کړم

نو زه به څنګه خوشحالي کړم
دلــتـه چـوک تـالاشـي کې
دوه کـسـان په بدماشي کې
راتـه سـر سر خلک وژني
هـم عســکــر خـلک وژني
یـتـیـــمــان دي سـر بـبـرې
مــاشـومـان دي سـر ببرې
ســپـرلـی زغــمـۍ نـه شـو
هــرکــلــۍ کــولــۍ نـه شـو
ځوی یې ژاړي مورې
زه اختر ته به کالي کړم
نو زه به څنګه خوشحالي کړم

د مهسا بي بي په یاد کې څو کړۍ

د مـهـســا غـونـدې شـهـیـده
بـرمــلا غــونــدې شــهـیـده
دې سپرلی ته چا پرې نخود
د لــیـلا غــونـدې شـــهـیـده
پـه زرګـونـو ماشـومان مې
دي حمزه غـونـدې شـهـیـده
ســپــرلــیــه تــه پــه خـپـلـه
یې هر چا غـونـدې شـهـیـده
مړاوې مړاې دي پراته
په ژړا زه کشمالي کړم
نو زه به څنګه خوشحالي کړم

پــه نــامــه افـغـــانـســـتـان یم
په هر ځاې کې سـرګـردان یم
یــم بـچــیــانــو خــراب کــړی
کـنـه زه لـعــل او مـرجــان یم
ســولـې غــږ بـه کـــلــه آورم
تـل د ســــولــې پـه ارمــان یم
دا سـر تـېرې دې ژونـدي وي
بــس د دغـــو زه جـــانــان یم
)پــس لــدې بـه ای (صـابـره
لـه هـر چــا سره سیالي کړم
نو زه به څنګه خوشحالي کړم

ورور د ورور سـره جنګیږي
پــلار او مــور سـره جنګیږي
دغــه لــوی لـــېــونـتـــوب دی
چـې تــربــور ســره جنګیږي
مـینــه نیشــت محــبت نشـتـه
تـل پـیــغـــور ســره جنګیږي
چـې بـهــادر او مـېــړنــی وي
دی بــه اور ســره جــنـګـیږي
چې قلم یې لاست کې واخسـت
نـو (تـیـمور) سـره جـنـګـیږي
د شعرونو په محفل کې
زه پخپله قوالي کړم
نو زه به څنګه خوشحالي کړم

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...