له دې سره د انسان د
ونې د نامعمول اوږدوالي په اړه پلټنې پيل شوې.
په برتانیا کې تر ۹۰ مې لسیزې پورې طبیعي وه، چې د اوږدې ونې لرونکې نجونې د خپلې بدني ودې د مخنیوي لپاره له ځینو هورمونونو ګټه واخلې.
هلته داسې دود و، چې
ګني "له ونې ډېرې جګې نجونې" په خپل ژوند کې ډېرې خوښې نه وې او نه غواړي د ژوند تر پايه میړونه
وکړي.
د ونې د ټيټوالي
لپاره نجونو ته د 'اوستروجین' ځينې هرمونونه ورکول کېدل، چې د وجود د ودې مخه یې
نیوله، خو نن هرڅه بېرته اوښتي دي.
ډاکټرانو ويلي که
چېرې د یو چا د لور او یا زوی بدني وده په عادي حالت کې نه وي، باید له متخصص
ډاکټر سره سلامشوره وکړي؛ دا ځکه چې په ماشومتوب کې تر اندازې زیات اوږدوالی ښايي
د ځينو ناروغیو لامل وګرځي.
ډاکټران وايي که چېرې
دې ستونزې ته په کوچنیوالي کې پام ونه شي، ښايي د ماشوم د سترګو لید له منځه ولاړ
شي او یا یې هم د زړه د وینې د پمپ کولو لوی شریانونه له کاره ولوېږي.
په دې وروستیو کې رپوټونه ورکړل شوي، چې د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بارک
اوباما د ۱۲ کلنې مشرې
لور "مالیا" د ونې اوږدوالی ۱۷۵ سانتي مترو ته رسېدلی.
د اوباما مشره لور
'مالیا' په اوږدوالي کې د خپل پلار ونې ته رسېدونکې ده.
:بې
اغېرې
د نړۍ په ځینو هېوادونو، په تېره بیا په استرلیا، امریکا او هالنډ کې له پنځوسمې لسیزې نیولې تر ۹۰ لسیزې پورې د نجونو د غیر عادي ونې د را ټیټولو لپاره له اوسترجین څخه ګټه اخیستل کېده او د بدن د ودې مخه به یې پرې نیوله.
څېړونکو تر یو لړ
پلټنو وروسته پلټنې وکړې.
دوی د هغو استراليايي
نجونو چې له اوستروجین څخه یې ګټه اخیستې وه او د هغو نجونو ترمنځ پرتله ييزه
څېړنه وکړه، چې له اوستروجین کارولو یې ډډه کوله.
څېړونکو د هغو نجونو په اړه چې عمرونه یې ۲۳ کاله وو ان تر ۵۵ کلنۍ پورې د خپلو پلټنو په پایلو کې وویل هغه نجونې چې له اوستروجین څخه یې ګټه اخیستې وه، په ژوند کې له ډېرو ناروغیو په امن کې نه وې.
او د امریکا په متحده ایالتونو کې بیا د ۶۰ زرو ښځو تر منځ پر هغو نجونو پلټنه وشوه، چې جګې ونې یې لرلې.
د دغو نجونو زیاتره
برخې دا غوره بللې، چې د خپل ژوند د شریک (میړه) د بدن ونه یې هم اوږده وي.
په څېړنه کې په سلو کې د ۷۷ هغو نجونو په اړه چې بدني اوږدوالی یې ۱۸۳ سانتي متره ثبت شوی وو، وویل شول، چې له خپل ژوند څخه راضي او خوښې دي.
خو په امریکا کې بیا
یوې بلې پلټنې ښودلې چې د جسم اوږدوالی او یا ټيټوالی د ژوند پر خوښیو او یا
ناخوښیو هېڅ اغېز نه لري ان که اسنان غیرطبيعي اوږدوالی هم ولري.
خو څېړنو ښودلې، هغه
کورنۍ چې د کوچنیو ماشومانو د بدن ونه یې ټيټه وي، د هغو پرتله چې ماشومان یې عادي
قد لري، ډېر ډاکټرانو ته مراجعه کوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر