د
برتانیا لانسټ طبي مجلې په يوه څېړنه کې ویلي چې د ګردۍ نړې په سلو کې لس بالغ
وګړي له زیات چاغښت څخه کړېږي .
د لندن د امپریال
کالج او امریکا هاروارډ پوهنتون څېړونکو په خپله څېړنه کې د ډېرو چاغو کسانو په
وینه کې د کولیسټرول په اړه پلټنې کړې دي .
دوی وایي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې (له ۱۹۸۰ تر ۲۰۰۸ کال پورې) د چاغو کسانو په وینه کې د کولیسټرول کچه زیاته شوې ده.
په مخ پر وده نړۍ کې
د فشار د لوېدو کچه هم زیاته شوې ، خو د چاغښت چاره بیا په نړۍ کې اوس ډېره چټکه
روانه ده .
ډاکټران وايي چې ډېر
چاغښت، د کولیسټرول زیاتېدل او وینې پنډ کېدل د زړه د ناروغیو لامل ګرځي .
په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ په نارینه وو کې د چاغښت کچه ۹.۹۸٪ وه، خو په ښځو کې بیا دغه کچه ۱۳.۸٪ ته رسېده.
په ۱۹۸۰ کال کې بیا په نارینه وو کې دغه کچه ۴.۸٪ او په ښځو کې ۷.۹٪ ته رسېدلې وه.
د ارام سمندر پر څنډه
اوسېدونکي تر ډېره له چاغښت او د بدن د وزن د زیاتېدو له ستونزې سره مخامخ دي .
د څېړنې له مخې، د
هغو کسانو وزن ډېر زیاتېږي چې په پرمختللو هېوادونو کې اوسېږي او عایدات یې ډېر
کار یې لږ وي .
د چاغوالي چاره په تېرو ۳۰ کلونو کې په امریکا، نیوزلنډ، استرالیا او متحده عربي اماراتو کې ډېره وه.
د څېړنې په حواله، د
نارینه وو په پرتله د دغو هېوادونو په ښځو کې چاغوالی ډېر زیات و ، خو په استرالیا
کې بیا نارینه ډېر چاغ ول .
اوس د شمالی امریکا
په ښځینه وو او د استرالیا په نارینه وو کې د فشار د زیاتوالي کچه راټیټه شوې ده .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر