د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه


Ali ibne abi talib

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه


علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زوم وو.
له عشره مبشره ( د جنت په زیري نازول شوي لس تنه صحابه) وو څخه دی، نوموړی به په غزواتو کې د مسلمانانو له باتورانو څخه ګڼل کیده، د خندق او خیبر غزاګانو په ورځ یې د کفارو دوه ستر پهلوانان را پرځولي او د خیبر غزا کې د مسلمانانو د فتحې بیرغدار وو.

دا ټول صفات او کمالات به ولې په علي رضي الله عنه کې نه یوځای کیدل، ځکه چې هغه رضي الله عنه له وړوکوالي څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر سر پرستۍ او څارنې لاندې را لوی شوی وو او د هغه صلی الله علیه وسلم ټول اخلاق او عادات یې له وړوکوالې څخه زده کړي وو، نو کله چې رسول الله علیه السلام باندې وحی نازله شوه او اسلام ته د خلکو رابلل پیل کړل، په ځلموټو کې لومړنی کس علي رضی الله عنه وو چې د لس کلنۍ عمر کې په اسلام مشرف شو.

د بعثت کلونو له پیل ورځو څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا کوله، د مکې په څنډو او کنارو کې به یې له رسول الله علیه السلام سره یو ځای لمونځونه کول او د رسول الله علیه السلام خدمت به یې کاوه.


 

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...