د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورنا ویروس د ۳۷ نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل، نوي ناروغان ۱۶ کابل، ۸ هرات، ۲ کندهار، ۲ لوګر، ۲ دایکندي، ۲ تخار او یو یو بامیان پروان، غور، باغېس او نیمروز کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مالومات وايي، تراوسه افغانستان کې له کورونا ۳۲ کسان ښه شوي او ۱۵ مړه شوي دي.
تراوسه افغانستان کې د کورونا ډېرې پېښې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ثبت شوې دي.
پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تراوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.
اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر