د روژې مسائل، فضائل او برکات - دويمه برخه


fasting


د روژې فوائد

^ د روژې په وجه قلبي سکون حاصليږي، د نفس اماره تندي او تيزي له منځه ځي، جسماني اعضاء خاصکر هغه اعضاء چې له نيکيو او بديو سره براه راست تعلق لري لکه لاس، سترګې، ژبه او غوږونه سستيږي او خواهش يې کم شي، د معصيت (ګناه) طرفته يې ميلان کم شي، لکه چې ويل شوي! کله چې نفس وګی وي نو ټول اعضاء ماړه وي، يعنی هغوی ته د خپل کار رغبت نوي او کله چې نفس موړ وي نو ټول اعضاء وګي وي او د خپل کار طرفته يې رغبت ډير زيات وي، مثلا د سترګو کار ليدل دي، د لوګی په حالت کې د هيڅ شي د ليدلو رغبت نلري او کله چې خيټه ډکه شي نو سترګې بيا خپل کار په ډير رغبت سره کوي او د هر جائز او ناجائز شي د ليدلو خواهش کوي، نور اعضاء هم همداسې دي.
^ د روژې له وجهې زړه له کدوراتو څخه پاکيږي، ځکه چې د زړه کدورات د سترګو، ژبې او د نورو اعضاؤ او د فضولو کارونو له وجهې څخه وي، يعنی په ژبه باندې له ضرورت او حاجت نه سوا خبرې کول، په سترګو باندې غير جائز لور ته کتل، همدا شان د نورو اعضاؤ په غير ضروري او غير مقصود کارونو کې مشغوليدل د زړه د خفګان او د رنجش سبب کيږي او دا خبره بالکل ظاهره ده چې روژه دار له فضول خبرو او له بيکاره کارونو څخه بچ وي، ځکه خو يې زړه صاف او مطئمن وي.
^ په روژه کې روژه دار له فقراؤ او مساکينو سره يو برابر او مشابه وي، يعنی کوم تکليف چې د لوږې له وجهې غريبان، فقراء او مساکين برداشت کوي روژه دار ته هم په روژه کې د همغه تکليف احساس وشي، دا احساس د هغو اولياؤ کرامو او عارفينو په ژوند کې هم تر سترګو کيږي کومو به چې د ډودۍ خوړلو په وخت کې دا دعائيه وئيله (اللهم لاتواخذنی بحق الجائعين) اې الله (مونږ د وګيو خلګو په حق باندې مه نيسه.
د حضرت يوسف عليه السلام په حق کې منقول دي، کله چې ټول ملک قحط سالي تر خپل سيوری لاندې راووست سره له دې چې له حضرت يوسف عليه السلام سره بې شميره غلی موجودی وی خو بيا هم هغه عليه السلام صرف له دې وجهې ډوډۍ په مړه خيټه نه خوړله چې چيرته وګي عوام يې له زړه څخه ونه وځي او په دې تکليف کې د ده عليه السلام له خپلو قحط وهليو عوامو سره مشابهت راشي

هیچ نظری موجود نیست:

افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد
افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورنا ویروس د ۳۷ نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل، نوي ناروغان ۱۶ کابل، ۸ هرات، ۲ کندهار، ۲ لوګر، ۲ دایکندي، ۲ تخار او یو یو بامیان پروان، غور، باغېس او نیمروز کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مالومات وايي، تراوسه افغانستان کې له کورونا ۳۲ کسان ښه شوي او ۱۵ مړه شوي دي. تراوسه
د روژې مسائل، فضائل او برکات- لومړی برخه
د روژې مسائل، فضائل او برکات- لومړی برخه
روژه، صوم په لغت کې امساک ته ويل کيږي، يعنی مطلقا منع کيدل او په اصطلاح کې صوم، روژه ديته ويل کيږي چې له فجر (صبا) نه نيولی تر لمر ډوبيدو پورې له هر قسم خوراک، څښاک، جماع کولو او د بدن هغو حصو ته چې حکم د داخل لري د هر شي له داخلولو څخه پوره کاملا منع کيدل دي روژه کله فرض شوه د روژې مياشت له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د تحويل قبله ( د قبله له ګرڅيدلو) نه لس ورځې

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...