د روژې مسائل، فضائل او برکات- لومړی برخه


fasting

روژه، صوم په لغت کې امساک ته ويل کيږي، يعنی مطلقا منع کيدل او په اصطلاح کې صوم، روژه ديته ويل کيږي چې له فجر (صبا) نه نيولی تر لمر ډوبيدو پورې له هر قسم خوراک، څښاک، جماع کولو او د بدن هغو حصو ته چې حکم د داخل لري د هر شي له داخلولو څخه پوره کاملا منع کيدل دي

روژه کله فرض شوه

د روژې مياشت له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د تحويل قبله ( د قبله له ګرڅيدلو) نه لس ورځې وروسته فرض شوی، بعض حضرات وايي له دې نه مخکې هيڅ کومه روژه فرض نوه او د بعض نورو حضراتو قول بيا دا دی چې له دې نه مخکې هم يو څه روژې فرض وی، کومې چې د ماه رمضان روژو له فرضيت نه وروسته منسوخ شوی، د بعض حضراتو په نزد عاشوراء، د محرم لسم تاريخ روژه فرض وه او د بعض نورو حضراتو قول دا دی چې د ايام بيض، د قمري مياشتې د ديارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې شپو د ورځې روژې فرض دي، د رمضان المباک روژو د فرضيت ابتدائي احکام ډير سخت وو، مثلا د لمر له ډوبيدلو نه مخکې د خوراک، څښاک اجازت وو خو له ويده کيدلو نه وروسته د هيڅ شي اجازت نه وو، اګر که يو څوک به له خوراک او څښاک کولو نه پرته ويده شوی هم وو، د جماع کول هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې جائز نه وو، هر کله چې دغه احکام په مسلمانانو باندې سخت شول او د دې احکامو له وجهې يو څه واقعات هم پيښ شول نو دا احکام منسوخ کړل شول او کومه سختي پاته نشوه.

د روژې اهميت او فضيلت

د اسلام چې کومې پنځه بناوې ارکان دي، په هغوی کې روژه دريمه درجه لري او روژه د اسلام دريم رکن دی، له روژې نه انکار کونکی کافر او نه نيونکی يې فاسق او ډير سخت ګنهګار دی، له درمختار نه په باب مايفسد الصوم کې دا مسئله او حکم رانقل شوی ( ولو اکل عمدا اشهرة بلاعذر يقتل) کوم سړی چې روژه بلا عذره په علانيه توګه خوري او تاسو ته په نظر درشي نو هغه ووژنی، په دې خبره کې د ځينو علماؤ اختلاف دی چې ايا روژه بهترين عبادت دی او که لمونځ؟ مګر د اکثر علماء کرامو مسلک دا دی چې لمونځ په ټولو اعمالو کې افضل او بهترين عبادت دی او په روژه باندې هم ورته ترجيح او فضيلت حاصل دی، نو ظاهره خبره ده چې له لمانځه نه علاوه بل کوم رکن په بهتري کې له روژې سره سيالي نشي کولای

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...