له افغانستان سره د نړیوال بانک بېړنۍ مرسته کوي



افغانستان کې د کورونا وېروس زیاتېدو پسې نړیوال بانک له دغه هېواد سره سل میلیون ډالر بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې له دې وېروس سره یې مقابله کې وکاروي.
دا مالي اداره د جمعې په ورځ د اپرېل ۳ یوه اعلامیه کې وايي: دا مالي مرسته د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ده.
نړیوال بانک زیاتوي، دا مرسته به پر کورونا اخته کسانو، د دې ناروغۍ له خطر سره مخ افغانانو، ډاکټرانو، روغتیاپالو، روغتونونو او لیبارټریو ولګول شي.
افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کرالي وايي، د دې بېړنۍ مالي مرستې برابرولو سره تمه دا ده چې افغانستان کې روغتیايي سیستم پیاوړی او دغه هېواد کې د کورونا د ډېر خپرېدو مخه ونیول شي.
افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو زیاتېدو سره څو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره حکومت په کابل، هرات، زرنج او فراه کې پر تګ محدودیت لګولی دی.
کابل کې د دې ناروغانو زیاتېدو سره چارواکي د دې محدودیت د زیاتولو خبره کوي

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...