د
افغانستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر نه وي، لومړی مرستیال یې ځایناستی وي او
واک یې هم د ولسمشر له خوا مشخص کېږي.
د دغه فرمان له مخې، چې کاپي یې په خواله رسنیو کې خپره شوې- ،،د
حکومت د چارو د اغېزناک او سم مدیریت او سمون را وستلو،، لپاره دا واک ښاغلی صالح ته سپارل کېږي.
د دې فرمان دریمه ماده
وايي: لومړی مرستیال ولسمشر د خپلو کارونو د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته ځوابغاړی
دی او د کابینې غونډو ته رپوټ ور کوي.
د ولسمشر غني لوی سلاکار
وحید عمر له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې دا فرمان لاسلیک شوی- خو لا هم رسمي خپور شوی نه دی.
ښاغلی صالح د ملي امنیت
لوی ریاست مشر تېر شوی او د افغانستان په امنیتي برخه کې یوه وتلې څېره بلل کېږي.
د خواله رسنیو ځینې افغان
کارنو دې خبر ته غبرګون ښودلی او ښاغلي صالح ته د امنیتي واک نه سپارل یې د نوموړي
"له پامه غورځول" بللي دي.
د ولسمشر غني او جنرال
دوستم-چې تېر حکومت کې یې لومړی مرستیال و- ترمنځ د اختلاف ډېرېدو پسې د ښاغلي غني
او امرالله صالح اړیکي د رسنیو او شنونکو پام خپل کړ.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر