يوې
برتانوۍ څېړنې ښودلې چې د ښځو پرتله نارينه درواغو ویلو ته ډېر چمتو وي، او د ښځو
پرتله د درواغو ويلو پرمهال نارينه د ګناه کولو لږ احساس کوي.
څېړونکو په ۳ زره کسانو څېړنه تر سره کړې، او وایي چې په ترتانیا نارینه په ورځ کې درې ځلې درواغ وایي چې په کال کې ۱۰۹۲ ځلې درواغ خبرې کوي.
په څېړنه کې راغلي چې
برتانوۍ ښځه د نارينه پرتله لږ درواغ وايي، هغه دا چې په ورځ کې تر دوو ځلو ډېر
درواغ نه وايي.
دغه څېړنه د علومو د موزيم
لخوا شوې، چې پکې راغلي: تر نورو خلکو میندو ته د نارينه وو لخوا ډېر درواغ ويل
کېږي.
په دغه څېړنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۲۵ نارینه خپلو میندو ته درواغ وایي، په داسې حال کې چې په سلو کې یوازې ۲۰ نجونې خپلو میندو ته د درواغو ویلو له لارې خپل ځانونه سپینوي.
د پرتلې په ډول ویل کیږي چې په سلو کې یوازې ۱۰ تنه خپلو ښځو ته درواغ وایي هغو نارینه وو چې په دغه څېړنه کې پوښتل شوي، ویلي چې د نارینه د ډېرو دورواغو ویلو یو اصلي لامل د شرابو څښل دي.
دوی وايي چې د ښځو په پر
تله نارينه ډېر شراب څښي، همدا ده چې درواغو ته مخه کوي.
په څېړنه کې راغلي تر
هر وخت ډېرې ښځې د درواغو ویلو په وخت کې د ګناه کولو احساس کوي.
وایي: په سلو کې ۸۲ پوښتل شوو ښځو ویلي کله چې دوی درواغ وایي نو داسې احساس کوي چې ګناه کوي، خو دغه شمېره بیا په نارینه وو کې په سلو کې ۷۰ ده.
په سلو کې ۷۱ نارینه وو ویلي کله چې درواغ ویل د یوه چا د خوښۍ لامل ګرځي، نو دوی سرپه نه کوي، خو په سلو کې بیا ۷۵ ویلي کله چې دوی د یوه چا د خوښۍ په خاطر درواغ وایي، له ویلو یې خوند اخلي او ځانونه خوشاله احساسوي.
۱ نظر:
Maybe
ارسال یک نظر