قهوه د ذهني فشار مخه نیسي


Girl-With-Coffee


د امریکا په متحده ایالتونو کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې د ښځو لپاره د قهوې څښل کېدای شي د ذهني فشار د مخنيوي سبب شي.





پوهانو دا څېړنه په قهوه کې د کافیین په نامه د یوې مادې د شتون پر بنسټ کړې، چې په وینا یې د دماغ کیمیايي جوړښت بدلوي، هغه دا چې له کافیین پرته قهوه دا ډول پایلې نه شي لرلای.

دا څېړنه پر ۵۰ نرسانو تر سره شوې، چې د پوهانو په اند دوی اوس اړ شوي چې د قهوې او ذهني فشار تر منځ د اړیکو لرلو لپاره نورې څېړنې وکړې.

د هاروارډ پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکې ډلې دا څېړنه له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۶ پورې بشپړه کړه، او په لړ کې یې د ښځو له خوا د قهوې څښلو دودونه تر څېړنې لاندي ونیول.

د څېړنې پر بنسټ، په دې موده کې ۲۶۰۰ ښځو ذهني فشار درلود، چې زیاترو یې یا بیخي قهوه نه څښله یا یې په ډیره لږه اندازه څښله.

د څېړنې پایلې وښوده، هغه ښځې چې هره ورځ دوه یا درې پیالې قهوه څښي، ډېر احتمال شته چې د ذهني فشار مخه یې ونیوله شي، خو هغه چې د ورځې څلور یا تر دی ډیرې پیالې قهوه څښي، په سلو کې ۲۰ دا احتمال شته، چې د ذهني فشار له ناروغۍ وژغورل شي.

څېړونکي وايي، لږ خوب کول یا بې خوبه کېدل د ذهني فشار لامل ګرځي، او هغه کسان چې له اخلاقي پلوه برابر نه وي، لږ قهوه څښي.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...