سپینې ماڼۍ د ایوانکا د سفر دفاع ولی کوي ایا پدی سفر کې څه وو؟



Evanka-Trump


دې سفر کې د ولسمشر مشره لور او د هغې کورنۍ د سپېڅلي اختر لپاره له واشنګټن ډي سي، بېدمېسټر ته د ټرمپ ملي ګلف کلب ته لاړل.
سره له دې چې د امریکا د مرکزي حکومت خپلو وګړو ته په کور پاتېدو سپارښتنه کړې، خو سپینې ماڼۍ نیوجرسي ته د ایوانکا ټرمپ د تېرې اونۍ د شخصي سفر دفاع وکړه.
سپینه ماڼۍ وايي: ،،د ایوانکا سفر تجارتي(کاري) نه و، هغې له خپلې کورنۍ سره رخصتي تېرول غوښتل،،.
خو د سپینې ماڼۍ دا خبره په داسې مهال ده چې هم پلازمېنه او هم نېو جرسي کې په کور پاتېدو محدودیت لګول شوی دی.
د متحده ایالتونو بیانیه کې ویل شوي: ،،مېرمن ټرمپ، د هغې مېړه او اداري سلاکار جارډ کوشنر او د دوی درې ماشومان د کورنۍ د کور په څېر یوه تړلي مرکز ته تللي دي،،.
Evanka-Trump

سپینه ماڼۍ زیاتوي: ،،دا سفر یې کار ته له تګ راتګ نه کوم توپیر نه لري او واشنګټن کې د ایوانکا د کور سره تر نږدې سیمې دې ځای کې کم وګړي یا نفوس دی،،.
د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د مرکزي یا فدرالي حکومت د لارښود له مخې، خلک باید له اختیاري سفر، د سوداګرۍ سفر او ټولنیزو لیدنو ډډه وکړوي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې،امریکا کې تر شپږ لکو ۵۵ زرو ډېر کسان په کورونا اخته دي او تر ۳۱ زرو امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.
د اپرېل له لومړۍ راهیسې واشنګټن ډي سي کې په کور پاتېدو محدودیت دی او وګړو ته یې ویل شوي چې یوازې د ضرورت لپاره له کور وتلی شي.
نیوجرسي د ۷۱ زرو مثبتو پېښو سره د کورونا وېروس د خپرېدو یو مرکز دی او تر درې زره یو سلو ډېرو مړینو سره له ګاونډي نیویارک وروسته- چې امریکا کې د کورونا مرکز دی، د مړینې له پلوه دویم ځای لري.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...