د سعودي یوې پېژندلې شهزادۍ خپل رسمي ټوېټر اکاونټ کې له خپل تره او د سعودي له پاچا ملک سلمان غوښتي چې ازاده یې کړي.
دغه ټوېټ کې چې وروسته لرې شوی شهزادۍ بسمه بنت سعود لیکلي- حایر زندان کې بندۍ ده او روغتیايي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.
هغې په بل ټوېټ کې د سعودي له پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان غوښتنه کړې- پر دوسیه مې بیا کتنه وکړئ او ما ازاده کړئ، ځکه ما هیڅ کومه تېروتنه نه ده کړې.
د سعودي چارواکو دې غوښتنې ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.
شهزادۍ څوک ده؟
۵۶ کلنه شهزادۍ بسمه بنت سعود د سعود بن عبدالعزیز- چې له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۴ کال پاچا و، کشره لور ده.
د انساني حقونو، د ښځو ضد تبعیض ورکولو او قانوني سمون په هکله څو کلونو هڅو بسمه بنت سعود د سعودي شاهي کورنۍ کې د مدني چارو له امله په پېژندلې څېره بدله کړه.
تېر کال داسې ناتایید شوي رپوټونه و چې نوموړې او یوه لور یې کورني بند کې دي.
جرمن غږ رسنۍ هم بسمه بنت سعود ته د یوې نږدې سرچینې له خولې وايي، د ۲۰۱۹ کال مارچ کې چې نوموړې سوېس ته د درملنې لپاره تله، له سعودي د تېښتې په تور ونیول شوه.
څو میاشتې کېږي چې شهزادۍ بسمه نه لیدل شوې او نه یې هم کوم خبر شته.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر