سرینا ویلیمز، نومي اوساکا او ماریا شره پووا د هغو ټېنس ستورو په ډله کې دي چې د ماریو ټینس اسېس په ژوندۍ بڼه اتلولیو کې به ګډون وکړي.
د کورونا وېروس د وبا له امله چې لوبې لغوه شوې ور سره برېښنايي سپورټ ډېر مینوال موندلي دي.
دې جوړه لوبغاړو کې ګڼ شمېر نامتو ستوري شامل دي لکه سرینا ویلیم او ګیګي هدید، نومی اوساکا او هایلي بایبر، ماریا شرپووا او کارلي کلوس، کیون اندرسن او ریان تنیهیل، وینس ویلیمز او ډینډری هاپکینز، کي نیشیکیور او سټیو اویکي، مډیسن کیز او سیل، ټیلر فریټز او اډیسن رای.
د کور پاتېدو او ټولنیز واټن اړتیا له مخې ژوندۍ لوبې ځنډول شوې، ځکه لوبغاړو او لیګونو د خپلو مینوالو د بوختولو لپاره پرلیکه لوبو ته مخ کړی دی.
د فوټبال غوره لیګ، د ګاډي ځغلولو فارمولا یو او د ملي باسکېټ بال ټولنه د برېښنايي ورزش د سیالیو کوربتوب کوي.
په دې سیالیو کې مسلکي لوبغاړي په خپله کمپیوټري بڼه کې راځي
دا سیالۍ د خپل اصلي جوړښت په ډول په مسلکي ډول لوبول شوې دي.
خو په ماریو ټېنس اسېس کې اتلان او د دوی نامتو ملګري د لوبې د کرکټر په څېر سیالي کوي.
د لوبې په نېنټنډو بڼه کې د تېرایستنې شاټونو له لارې لوبغاړي انرژي اخیستی شي، کنګل ګوجي او بیلابېل لمبه یي راکېټونه کارولی شي.
د سیالۍ ګټونکی د خپلې خوښې خیریه موسسې د بسپنې لپاره یو میلیون ډالر ګټي.
نورو سیالانو ته هم د دې خیریه کار د ملاتړلپاره ۲۵-۲۵ زره ډالر ور کول کېږي.
فیسبوک ګېمېنک به دا اتلولي خپروي.
فیسبوک تېره اونۍ له ټاکلي وخت مخکې د نویو ځانګړو لوبو اپ پیل کړ، نوموړي شرکت د کورنا له امله په کور کې پاتېدو سره د دې ډول لوبو له بې سارې غوښتنې ګټه اخلي.
دې اپ سره کارن د فیسبوک نورو برخو ته له ننوتو پرته لوبه ژوندې کتلی شي، نور لوبغاړي څارلی او پر لوبو تبصره کولی شي.
په ژوندیو لوبو ښودلو تر ډېره ټوېچ او د مایکروسافټ مېکسر واکمن دي.
یوټیوب هم په دې لوبو کې خپل شتون زیات کړی دی.
دا سیالۍ د یکشنبې په ورځ( د مۍ ۲) پیلېږي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر