نېها دوپیا څه وکړه چې پر خواله رسنیو ځورول کېږي؟ Neha Dhupia


Neha-Dhupia

د هندي فلمونو لوبغاړې نېها دوپیا په باره کې خبرې له څه مودې راهیسې پر رسنیو ډېرې ښکته پورته کېږي. لامل يې دادي چې په یوه تلويزوني خپرونه 'روډيز ' کې له یوه ګډونوال سره توند چلند یې کړی وو.
Neha Dhupia
د 'روډيز' په یوه خپرونه کې یوه ګډونوال وویل: هله يې خپلې ملګرې ته څپېړه ورکړه چې پوه شو له ده سره دوکه کوي.
هغه مهال نېها دوپیا د ګډونوالو د تمثیل د ارزونې پر څوکۍ ناسته وه. پر دې د ګډونوال دا خبره بده ولګېده او د ارزونې پر مهال له غصې سره شوه.
هلک ته يې د سپکو سپورو تر څنګ وویل: "د نجلۍ خپله خوښه ده چې چا سره اړیکه ساتي او چا سره نه".
تر دې وروسته پر رسنیو ناندرۍ پېل شوې. یوازې نېها دوپيا نه بلکې مېړه ته يې هم خلکو ډېر څه لیکل شروع کړل.
خو دې په یوه بله خپرونه کې ویلي دي چې خبرې يې "ناسمې" درک شوې دي او په وینا یې، "غلط" رنګ ورکړل شوی دی.
د نيها په خبره، دا اوس هم پر خپلې دې خبرې ولاړه ده چې په ټولنه کې له ښځو سره هر ډول تاوتريخوالی ناسم کار دی.
خو د نیها لکه چې پام نه و، چې زه خپله د ښځو سپکاوی کوم، ځکه چې د ښځو د حقونو او درناوي په اړه خپرونه کې هغې هلک ته د مور او خور ښکنځلې وکړې، چې دا پخپله د ښځو سپکاوی دی.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...