د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د تازه ۴۹ پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې کابل کې (۱۸)، کندهار (۱۵)، بلخ (۶)، هرات (۴)، غزنی (۴) او ننګرهار کې (۲)، پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۰تنه هم روغ شوي دي.
The Health Ministry on Tuesday said that 49 new COVID-19 cases have been registered in the country in the past 24 hours, bringing the total to 714.
The 49 new cases were registered in Kabul (18), Kandahar (15), Balkh (6), Herat (4), Ghazni (4) and Nangarhar (2), according to the ministry.
At least 40 people have recovered from the coronavirus in the country while 23 have died, the Health Ministry spokesman said.
د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لاره په یوځای کې د ډېرو کسانو نه راټولېدل بولي.
هغه زیاتوي:«موږ لا هم په قرنطین کې یوو، موږ پوهېږو چې ډېر خلک اقتصادي ستونزې لري، خو حکومت د خلکو د ستونزو پر هوارۍ کار کوي.»
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر