نظم: له نامې نه دې زر ځله




زمــا افـغــانســــتـانـه لـه نـامـې نـه دې زر ځـلــه
قــربـان شمـه لـتـانـه لـه نامــې نــه دې زر ځــلــه

دښـــمــــن دې نـامــراده او نـاکــامـه تـل تـر تــلــه
په ټـپــو دې شي وړوند چې تــاتــه بـد ګوري کابله
زمـا د زړه ارمـانــه لــه نــامــې نــه دې زر ځـلــه
 قــربـان شمـه لـتـانـه لـه نامــې نــه دې زر ځــلــه

زمـوږ لـمـنـې اور دې خـپـلـو خـلـکو دی بل کړی
چې ځان ته وطن دوست وایي جفا یې دی تل کړی
ګـیـله وکـړمـه چــانـه لــه نـامـې نـه دې زر ځـلــه
 قــربـان شمـه لـتـانـه لـه نامــې نــه دې زر ځــلــه

هــر څــومــره که غـلـیم دې خرابي ته نظر کاندي
بـچـــیـان دې مــېـړنــي دي ابـادي تـه نظـر کاندي
تـا غـواړمـه ودانــه لـه نـامـــې نــه دې زر ځــلــه
 قــربـان شمـه لـتـانـه لـه نامــې نــه دې زر ځــلــه

کـه چـا پوښــتـنـه وکړه چې صابر مئین په چا دی
ســتـا وجـود زمــا دی او زمــا وجــود د ســتا دی

زما وجـود او ځانــه لــه نـامـې نــه دې زر ځــلــه
قــربـان شمـه لـتـانـه لـه نامــې نــه دې زر ځــلــه

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...