د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په تړاو ناسته کې وايي چې اوس مهال د کابل هیڅ سیمه د کرونا ویروس له کبله خوندي نه ده او خلک باید په هر ځای کې احتیاط وکړي.
د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(چهارشنبې د وري په ۲۰مه نیټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال زیاته کړې، چې اوس په هیواد کې د کرونا ویروس خپور شوی دی، کیدای شي هغه کسان چې لنډ وخت کې یې بهرنی سفر هم نه دی کړی، پر دغه ناروغی اخته شي.
په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت کابل کې د امیري روغتون فعالیتونو د درولو خبر هم ورکړ.
د یاد وزارت ویاند، وویل تر هغې چې د امیري روغتون د ټولو کارکوونکو د کووید ۱۹ ناروغۍ ازموینې مالومیږي، دغه روغتون به خپل فعالیتونه دروي.
تر اوسه پورې د یاد روغتون یو ډاکټر د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د کووید ۱۹ د ۵۶ تازه پیښو له ثبته خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د کووید ۱۹ ناروغانو د تازه شمیرو ثبت سره هیواد کې په یادې ناروغۍ ثبت شوی شمیر ۴۲۳ ته رسیدلی دی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر