غــــزل


Pashto-Poetry
Pashto Poetry

زه دې هـمــیـش یـمــه پـتـنـګ جـانانه
ســتـا د ســتـم پـه وینــو رنـګ جـانانه

که چـیرې وکـړې تـه جـلــوه د دیــدن
ځان به قربان کړم ستا په ننګ جانانه

زه د وریـښــمــو بسـتـرې نـه غــواړم
مـاتـه خـپـل خـاوره ده پـالـنـګ جانانه

پــه لاره زې او تـیـــنـد کــونـه وهــې
لـکـه چـې څـکـلي دي تا بنګ جـانانه

کـچکـول په غاړه درپدر ګرځي اوس
صـابر شــو تـا پسـې مـلـنـګ جـانانه

شاعر: صابر تیمور

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...