د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و



د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو - ځانګړ فشار اچولی- چې د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.
وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اوارېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون له ځنډېدو د واشنګټن د پردې تر شا د پټې نارضایتۍ نوي اړخونه ښکاره کېږي.
د امریکا اېن بي سي چینل د اپرېل په اومه وویل، ولسمشر ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.
د پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ښاغلي ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره، ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي.
د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۹ کال نومبر کې غوښتل ځینې طالب مشران کمپ ډېویډ ته وبلي، خو د دې ډلې د بریدونو ډېرېدو او یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو پسې یې له طالبانو سره خبرې وځنډولې.

خو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د ولسمشر سلاکارانو ورته وویل، چې افغان سوله "ورو، لړزېدونکی او سخت" بهیر دی او ولسمشر باید ځان له ماتېدونکي تړون سره مخ نه کړي.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...