په سمنګان کې له خلکو سره د طالبانو نښته شوی



د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ کې دوو کلیو د خلکو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵طالب وسله‌ وال او دوه تنه ملکیان وژل شوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي وایي، دې پیښه کې د بلخ زارې ولسوالۍ لپاره، د طالبانو تش په نامه مرستیال ولسوال هم وژل شوي.
ښاغلی رضايي وایي، همدې نښته کې ۲۲ تنه طالبان او پنځه تنه د سیمې خلک ژوبل شوي.
د رضايي په وینا اوس په سیمه کې حالت عادي دي.
د سیمې خلکو بیا ټلیفوني اړیکه کې ویلي، ښایي طالبان غچ اخیستو لپاره بیا ورستانه شي.
د سیمې خلک وایي، وروستیو څلورو ورځو کې طالبانو څو وار، پر چهارمغزک او پس قول سیمه باندې بریدونه کړي، خو عامو خلکو مقاومت کړی.
د سیمې د خلکو په وینا تراوسه دولتي ځواکونو نه دي ور رسیدلي.

هیچ نظری موجود نیست:

د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي  ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و
د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و
د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو - ځانګړ فشار اچولی- چې د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي. وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اوارېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون له ځنډېدو د واشنګټن د
یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی
یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی
دا پړانګ له دریوو نورو او دریوو افریقايي زمریو سره باغ وحش کې په وچ ټوخي اخته شوي وو د امریکا متحده ایالاتو نیویارک ښار "بِرانکس" ژوبڼ مسوولین اعلان کړی چې دغه ژوبڼ کې یو څلور کلن پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی. د پوهانو په وینا تر اوسه ځانګړی لامل نشته چې ښکاره کړي د کرونا ویروس به کورنیو ژوو ته هم ولېږدول شي. په همدې حال کې سنګاپور کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه ۲۰

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...