یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی



دا پړانګ له دریوو نورو او دریوو افریقايي زمریو سره باغ وحش کې په وچ ټوخي اخته شوي وو

د امریکا متحده ایالاتو نیویارک ښار "بِرانکس" ژوبڼ مسوولین اعلان کړی چې دغه ژوبڼ کې یو څلور کلن پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د پوهانو په وینا تر اوسه ځانګړی لامل نشته چې ښکاره کړي د کرونا ویروس به کورنیو ژوو ته هم ولېږدول شي.
په همدې حال کې سنګاپور کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه ۲۰ زره بهرني کارکوونکي قرنطین شوي دي.
دغه هېواد کې د کرونا ویروس نښې وروسته له چینه ولیدل شوې، خو د سختو تابیاوو له کبله یې پراختیا کمه وه.
تېره ورځ په سنګاپور کې د کرونا ویروس ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دا دغه هېواد کې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د بهرنیو کارګرو په توو استوګنځیو کې د کرونا ویروس دوې مثبتې بېښې ثبت شوې دي.
سنګاپور کې اوس مهال د کرونا ویروس ۱۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۶ تنه مړه شوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...