په نوتینګهام پوهنتون کې څېړونکو ویلي هغه میندواره ښځې چې په کور یا د کار پر مهال په ناوړه توګه سګریټ څکوي او یا یې پر وړاندې سګریټ څکول کیږي ۲۳ په سلو کې دا احتمال ډېروي چې معیوب یا مړه ماشومان وزیږوي.
څېړونکو دا ازموینه په شمالي او جنوبي امریکا، اسیا او اروپا کې له مخکنیو ۱۹ څېړنو هم ګټه اخیستې ده.
د تېرو ټولو څېړنو
پایله دا ختلې وه، هغه ښځې سګرټ نه څکوي، خو مخکې یې په ناوړه توګه سګرټ څکول، او
یا یې د ژوند شریک (میړه) یا د کار پرمهال کوم ملګري د هغې ترڅنګ سګرټ څکول، د دوی
پر راتلونکو اولادونو ناوړه اغېز کوي .
څېړنه ښيي هغه ښځې چې
په يوه ورځ کې تر لسو پورې سګرټ څکوي، تر ډېره یې جنین معیوب یا مړ پیدا کېږي .
څېړونکو دا هم ویلي
چې تر اوسه دا ورته په ډاګه شوې نه ده چې د جنین د خلقت په کوم پړاو کې سګرټ څکول
پر هغه ناوړه اغېز کوي .
تر دې وړاندې څېړنې
دې پایلې ته رسېدلې چې د ښځو د میندوارۍ (حمل) پرمهال سګرټ څکول د زیږېدونکو
ماشومانو د روغتیا لپاره ډېرې خطرونه لري .
له دغو خطرونو یو هم
د تر وخت وړاندې زیږون او د ماشوم د وزن کموالی دی، چې ګڼ زیږېدونکي ماشومان قلبي
ناروغۍ لري او یا هم د پښو او یا ستوني په ناروغۍ اخته وي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر