یوه علمي څیړنه وايي هغه ښځې چې
سګریټ څکوي څوځلې يې د دې خطر ډیر دی چې د نارینه و په پرتله ژر د زړه په ناروغۍ
اخته شي.
دا څیړنه په امریکا
کې د میشتو ساینس پوهانو له خوا د سینګاپور، ناروې او ترکیې په ګډون په یو شمیر
هیوادونو کې ترسره شوې ده.
په څیړنه کې دا نه دي
ویل شوي چې ولې په ښځو کې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو احتمال ډیر دی، خو وايي
ښايي ښځې د نارینه و په پرتله د سګرټو ډیر کیمیاوي زهري مواد جذب کړي.
څېړنه وايي ښايي همدا
لامل وي چې ښځې د نارینو په پرتله د سږو په سرطان هم ډیرې اخته کیږي.
له ډیرې مودې
راهیسې دا روښانه وه چې د سګرټو د څکولو له امله د زړه ناروغي پیدا کیږي.
خو دا څیړنه چې پر
نژدې دوه نیم میليونو کسانو شوې دا جوتوي چې د نارینو په پرتله ښځې ډیرې د سګرټ
څکولو له امله د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.
څېړنه وایي د ښځو لپاره دغه خطر لږ تر لږه ۲۵ سلنه زیات دی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر