سیاسي مشرانو له ولسمشرغني نه د تازه ګمارنو د درولو غوښتنه کړې
ګډه خبرپاڼه کې چې نن (یک شنبې د وري په ۱۷مه نېټه) خپره شوې ده، راغلي دي:«هېواد کې روانو حالاتو ته په کتو، اوسمهال هېواد کې سولې ته د رسېدو په موخه ښه همکاري او همغږي روانه ده، وړاندیز کوو چې ولسمشر غني د یوې مودې لپاره له تعییناتو ډډه وکړي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم هوکړې ته د رسېدو وخت زیات کړي.»د هېواد ځینو سیاسي مشرانو، عبدالرب رسول سیاف، محمدیونس قانونې، محمدکریم خلیلي او حامد کرزي د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر غني غوښتي دي چې وروستۍ ګمارنې دې ودروي.
همداراز تېره ورځ( د وري په ۱۶مه نېټه) د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو وايي تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېواد کې به د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو د طرحې په اړه به بحثونه بې پایلې وي.
ولسمشر غني تېره اوونۍ د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له ښاغلي عبدالله یې غوښتي چې د سولې عالي شورا مدیریت او مشري وکړي او خپل همکاران هم په کابینه کې د غړیتوب په توګه معرفي کړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر