د کابل والي وویل، چې د هغو کسانو په ناغه کولو او آن بندي کولو به لاس پورې شي، چې بې اړتیا په ښار کې ګرځي.
نوموړی وايي، که څوک ګرځبندیز مراعت نه کړي د جزا کوډ د ۸۰۷مې مادې په بنسټ به تر ۱۸ زره افغانیو نقدي جریمه کیږي. دده په وینا که سرغړونه جدي وي، بندي کېدای هم شي.
د کابل والي وایي: "یو شمېر ځوانان او نور هېوادوال ډېره بې پروايي کوي او زموږ خبرې ورته ټوکې ښکاري. ځي راځي او محفلونه جوړوي. ان ځینو ځایونو کې خپلو کورونو کې د ودونو محفلونه جوړوي. دا خو عادي خبرې یا ټوکې نه دي."
دی وايي، له داسې خلکو سره به جدي چلند کیږي. د نوموړي په وینا د افغانستان د جزا کوډ ۸۰۷مه ماده حکم کوي: "هغه شخص چې په اوبو، خاوره، هوا یا ځمکه کې مضره یا ککړونکي توکي په هغه اندازه چې د هغوی فزیکي، کیمیاوي، یا بیولوژیکي کیفیت په داسې توګه وي چې انسان یا نورو ژوندیو موجوداتو، بوټو یا ودانیو ته مضر وي، خپاره یا ګډ کړي، د ژوند چاپېریالیز جرم مرتکب ګڼل کیږي چې په متوسط حبس محکومیږي."
د جزا په کوډ کې متوسط حبس هغه ته وايي چې کس له یوه کال نه تر پنځه کلونو پورې بندي شي. د کابل والي وايي، د خلکو سرغړونې ته په کتو به د اړتیا په صورت کې پرې د همدې مادې حکم پلی کوي.
د کابل والي وایي، ټکسي چلوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې یوازې درې کسان په ګاډي کې ولېږدوي. خو زیاتوي که له دې سرغړونه وشي، ډرېوران به جریمه کیږي، لایسنس به ترې اخیستل کیږي او موټر به یې هم درول کیږي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر