مڼه د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي


Apples
ایا دا سمه ده چې وايي ''چې مڼه وي، ډاکټر ته اړتیا نه شته''؟
همداسې ده؛ ځکه نوې څېړنه ښيي چې د مڼې او هغو سبزیجاتو خوړل، چې سپينه شیره ولري، د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي.
د امریکا (هېلت ډې نیوز) وېبپاڼه وايي، هالنډي څېړونکو په یوه تازه څېړنه کې  موندلې چې ۲۵ ګرامه مڼه او یا هغه سبزي خوړل چې سپینه شیره ولري، د وینې د پرڼ کېدو په مخنیوي کې ۹٪ مرسته کوي
دوی وایي چې د وینې د پرڼ کېدو د مخنیوي لپاره په مېوو کې مڼه او ناک تر ټولو ډېر اغېزناک رول لري، ځکه چې په منځ کې یې سپینه شیره وي.
په هالنډ کې د واګنګین پوهنتون څېړونکې لیندا اودګریب وایي، مېوه او شنه سبزي او مالټه د وینې د پرڼ کېدو په مخنیوي کې ۸۲٪ مرسته کړي.
خو لیندا دا هم په ډاګه کړې، ددې معنا دا نه ده چې ګني هغه مېوه او سبزي ګټه نه لري چې سپینه شیره نه لري، ځکه کېدای شي دا د نورو مزمنو ناروغیو په درملنه کې ګټور پرېوځي، نوموړې د ډیرې مېوې او سبزي د خوړلو توصیه کوي.
دغه څېړنه د ۲۰ او ۶۵ کلونو تر منځ په شاوخوا ۲۰ زره کسانو تر سره شوې ده، او د هغو مېوو پر بنسټ پو څو ډلو وېشل شوي، چې دوی یې خوري.
دغې څېړنې پوره لس کاله وخت نیولی، چې بیا وروسته په ډاګه شوه، چې ۲۳۳ کسانو د وینې د پرڼ کېدو ستونزه لرله.
په پای کې دې څېدونکې ډله دې ته ورسېده چې ډېر مېوه او سبزي خوړونکي کسان د وینې د پرڼ کېدو له ستونزې ژغور کیږي.
څېړنه وایي شپینه شیره لرونکې مېوه، لکه مڼه، ګوپي(دکرم ګل)، پارنګ، مرخېړی، کیله، د مڼې اوله او ناک د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي.

کاپي ډېر پخوا له بي بي سي څخه

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...