د
اسراییلو وایزمن انستېتیوت پوهانو د یوې تازه څېړنې په پایله کې ویلي چې د ښځو
اوښکې د نارینه وو پر جنسي رغبت منفي اغېز کوي.
پروفیسور نعوم سوبل وویل چې د ښځو اوښکې د انسان په بدن کې د "تستوستیرون" مادې
د کچې د ټيټوالي لامل ګرځي، چې دغه ماده د نارینه وو د جنسي رغبت مسؤوليت پرغاړه
اخلي.
د پوهانو ډله پلان
لري دا هم معلومه کړي چې د نارینه وو اوښکې پر ښځو څه اغېز لرلی شي.
دغو پوهانو پر ځینو
هغو ښځو دا ازموینه کړې، چې ډېر غمګین موثر فیلمونه ګوري.
بیا یې د دغو ښځو په
اوښکو لامده دسمالونه ازمویلي، پر ځينو نورو دسمالونو یې مالګین محلول وهلی او بیا
یې داوطلبه نارینه وو ته ورکړي، چې د دغو ښځو مخونو د کتلو پرمهال دغه دسمالونه
بوی کړي.
بیا دا تجربه د
دسمالونو په بدلولو ترسره شوې ده.
څېړونکي وايي په پای
کې دې پایلې ته ورسېدل، کله چې دغو نارینه وو په اوښکو د لمدو دسمالونو د بویولو
پرمهال د ښځو مخونو ته کتل، نو جنسي رغبت یې لږ و، خو کله یې چې پر مالګین محلول
لامنده دسمالونه بویول، نو د جنسي رغبت کچه یې لوړه شوې وه.
دوی وایي چې د ښځو په اوښکو د لمدو دسمالونو د بویولو پر مهال د نارینه وو د ،،تسوستیرون،، کچه په سلو کې ۱۳ ټیټه وه.
همداراز، د زړونو نبض
یې ټيت او د پوستکي د تودوخې کچه یې هم ټيټه وه، چې په دې سره دا پایله راووتله چې
د جنسي رغبت کچه یې هم راټيټه شوې ده.
پروفیسور سوبل ویلي
دغې تجربې ثابته کړه چې "هغه کیمیاوي نښې چې د یوه انسان لخوا وبل ته استول
کېږي، پر کړو او خوی یې اغېز کوي."
نوموړی زیاتوي، د
څېړنې د پایلې په اړه ګڼې پوښتنې راپیدا
شوې، چې دغه کیمیاوي ماده څرنګه اشارې استوي.
شوې، چې دغه کیمیاوي ماده څرنګه اشارې استوي.
کاپي ډېر پخوا له بي بي سي څخه
۱ نظر:
Oh my god
ارسال یک نظر