کندهار کې د کرونا ویروس ۲۸ نوې پېښې Covid 19- 28 New Cases in Kandahar


Face-Mask


د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۵۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي، چې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته رسیږي.

نوموړي چې نن دوشنبې د وري په ۲۵مه نېټه کابل کې خبري ناسته کې خبرې  کولې زیاته کړه چې تر اوسه ۳۸ تنه په کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان روغ شوي او ۲۱ تنه مړه شوي دي.


The Health Ministry spokesman, Wahidullah Mayar, at a press conference on Monday said that 58 new COVID-19 cases have been registered in the country in 
the past 24 hours, bringing the total to 665.

At least 38 people have recovered from coronavirus in the country while 21 have died, the Health Ministry spokesman said.

covid-19


دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کندهار کې ۲۸ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، محمداشرف نادري وايي چې له تازه ثبت شویو پېښو سره کندهار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۵ ته ورسید.

همداراز کابل کې د تازه ثبت شویو پېښو شمېر ۱۳ دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې تېره شپه ورځ کې نیمروز۶، تخار کې ۳ او کندز کي هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

هرات کې بیا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شېرزی څرګندوي چې له تازه ثبت شویو پېښو سره هرات کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۰ ته ورسید.
هلمند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹ ته ورسېدې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالاحد حازم وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تازه پېښې ثبت شوې دي.

The 58 new cases were registered in Kandahar (28), Kabul (13), Helmand (7), Nimruz (6), Takhar (3) and Kunduz (1), according to the Health Ministry.
The total cases in Herat is now 280.
Kandahar health officials said that with the 28 new positive coronavirus cases the total in the province rose to 75.
With the seven new cases reported in Helmand, the total in the province is now 9, local officials said.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...