افغانستان کې د کرونا ۵۲ نوې او ټولې ۶۰۷ پېښې ثبت شوې


Ashraf-Ghani-heath-care-covid-19

اشرف غني: حکومت د کورونا د ګواښونو په وړاندې د مبارزې وس لري


په ټول افغانستان کې تراوسه ۶۰۷ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې ډلې د رپوټونو پر بنسټ ۲۰ ناروغان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دي.

په داسې حال کې چې د کورونا ویروس ورځ تر بلې په افغانستان کې زیاتوالی مومي، خو ولسمشر غني وايي چې حکومت د کووېډ نولس ناروغۍ د ګواښونو په وړاندې د مبارزې او د هېواد د وضعیت د مدیریت وس لري.
ښاغلي غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادراې د رییس په توګه د فضل محمود فضلي د معرفي کولو په مراسمو کې وینا کوله، وویل چې هېواد له اقتصادي او روغتیايي کړکېچ څخه د وتلو لپاره یوه واحد لیدلوري ته اړتیا لري.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا وېروس د اخته شویو ۵۲ نورې پېښې هم ثبت کړې دي.
له دغو نویو پېښو سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل ددې ۵۲ مثبتو پېښو له ډلې يې ۲۸ په کابل، ۸ په کندهار، په هرات کې ۷، په بلخ کې څلور، بامیان کې دوه او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...