سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي


girl-smoking

سګرټ څکول نه یوازې پر روغتیا او د عمر د لنډېدو سبب ګرځي او د وژونکو او مزمنو ناروغیو لامل هم ګرځي، بلکې د انسان پر حافظې ناوړه اغېز او د هېرېدو لامل کېږي.
په برتانیا کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې په سګرټو اخسته کسان د خپلې ورځنۍ حافظې نژدې درېیمه برخه له لاسه ورکوي، خو که له دې کاره لاس واخلي، کېدای شي حافظه یې د عادي انسانانو د حافظې حالت ته راوګرځي.

Brain-in-Smoking

د برتانیا ډېلي مایل ورځپاڼې ویلې، څېړونکو دا څېړنه د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ په ۷۰ کسانو تر سره کړې ده، او له دوی یې غوښتي چې په بېلا بېلو وختونو کې د خپلو کړنو کیسه ورته وکړي.
څېړونکي وایي چې پوښتل شوو په سګرټ اخته کسانو سم او دقیق ځواب ورنه کړای شو، او د خپلو کړنو یاد یې په حافظه کې یوازې ۵۹ سلنه پاتې و.
د څېونکو په وینا، هغه کسان چې له سګرټو یې لا اخیستی، خپلې کړنې یې په سلو کې ۷۴ په زړه وې، خو هغه چې هېڅ سګرټ نه څکوي، دا کچه پکې ۸۱٪ وه.

ددې څېړنې مسؤول او مشر ټام هیفیر وايي، دا څېړنه له سګرټو سره د مبارزې په برخه کې ډېره ګټوره ده.
نوموړی زیاتوي، دا چې په برتانیا کې نژدې ۱۰ میلیونه کسان په سګرټو اخته دي، د امریکا په متحده ایالتونو کې ۴۵ میلیون کسان سګرټ څکوي، باید پر ورځني رسمې کار د سګرټو ناوړه اغیز خلکو ته په ډاګه شي.

هیفیر دا هم ویلي، دا لومړۍ څېړنه ده، چې پر حافظې د سګرټو ناوړه اغېز په ډاګه کوي، چې په وینا یې راتلونکې څېړنه به یې پر حافظې ''د سګرټو د ناوړه اغېز'' په اړه وي. 

هیچ نظری موجود نیست:

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...