د روژې مسائل - دريمه برخه


fasting

په روژه کې شيطانان تړل کيږي

وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : " إذا دخل شهر رمضان فتحت أبواب السماء " . وفي رواية : " فتحت أبواب الجنة وغلقت أبواب جهنم وسلسلت الشياطين " . وفي رواية : " فتحت أبواب الرحمة " ( متفق عليه ).

له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی فرمايي 
چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل، کله چې د روژې مبارکه مياشت شروع شي نو د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، په يوه بل ورايت کې راځي چې د جنت دروازې خلاصې کړل شي او د دوزخ دروازې بندې کړل شي او شيطانان قيد کړل شي، په بل روايت کې دي چې د رحمت دروازې خلاصې کړل شي ( بخاري – مسلم)
د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې د دغې مقدسې مياشتې په شروع کيدلو سره د الله تعالی جل جلاله پرلپسي رحمتونه نازليږي او د بندګانو اعمال پرته له کوم مانع څخه پورته لور ته تګ کوي ( خيږي)، د جنت دروازې به خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې بنده ګانو ته به د نيکو او ښو کارونو توفيق ورکړل شي کوم چې بيا سبب د دخول د جنت جوړيږي، د دوزخ دروازې به بندې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې په روژه کې روژه دار له داسې کارونو څخه بچ وي کوم  دوزخ ته د داخيلدلو سبب کيږي او دا خبره ډيره روښانه ده چې روژه دار انسان له کبيره ګناهونو نه محفوظ او مامون وي او د هغه چې کوم صغيره ګناهونه وي هغه ورته د روژې له برکته بښل کيږي.

شيطانان وتړل شي، د دې مطلب دا دی چې هغه سرکشه شيطانان په زنځيرونو تړل کيږي او د هغوی هغه قوت له منځه وړل کيږي د کومو  له وجهې چې د انسانانو په دوکه کولو باندې قار کيږي، بعض حضرات وايي چې داجمله له دې څخه کنايه ده چې د روژې په مبارکه مياشت کې شيطانان د خلګو له خطا کولو (غولولو) څخه منعه وي او بندګان نه يواځې دا چې د دغو شيطانانو وسوسې او وهمونه نه قبلوي، بلکه د دوی په مکر او فريب کې انښلي هم نه، وجه يې دا ښودلې چې د روژې له وجهې د انسانانو قوت حيوانيه مغلوبه کيږي، کومه چې د غيظ، غضب او د شهوت ولې (جړ) دی او د نورو قسما قسم ګناهونو باعث کيږي، د دې بر عکس قوت عقليه غالبه او قوي کيږي کومه چې د طاعاتو او نيکيو باعثه وي، دا وجه ده چې په رمضان المبارک کې د نورو مياشتو په نسبت ګناهونه کم صادر کيږي او په عباداتو او طاعاتو کې زياتوالی راځي.

د علي رضي الله عنه ژوند - اوله برخه

 د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک اوله برخه علي رض د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابوطالب) ځوی او زو...